دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 94151
په کابل کې د کاندید عبدالله عبدالله لسګونو پلویانو په انتخاباتو کې د درغلیو په خاطر مظاهره وکړه
په کابل کې د څلورمې ورځې لپاره نن هم د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله لسګونو پلویانو په انتخاباتو کې د درغلیو په خاطر مظاهره وکړه.
دغو مظاهره کوونکو ویل چې؛ باید د انتخاباتي کمیسیونونو او حکومت له خوا د دوي رایو ته درناوی وشي.
په هرات کې هم د عبداله عبداله لسګونو پلویانود یوې مظاهرې په ترڅ کې د افغانستان انتخاباتي کمیسونونه په درغلیو تورن کړل او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې پاکې او ناپاکې رايې سره بیلې کړي.
ددغو مظاهره کوونکو په وینا ترهغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې؛ غوښتنې يې نه وي منل شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzznw.23nkmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته