کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دننګرهار او لغمان ولایتونو ته د نغلو څخه د ورغلې بريښنا مزې بیرته فعاله شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 سرطان 1393 ساعت 12:01


د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته وویل، چې د ننګرهار او لغمان د بریښنا ریاستونو انجنیرانو تېره ورځ ناوخته هغه الوزول شوي مزي بیرته ونښلول، چې د نغلو له بنده لغمان او ننګرهار ولایتونو ته يې بريښنا ورکوله.
ځواک وايي، د یادو مزو د امنیت خوندیتوب لپاره يې له امنيتي ځواکونو سره مساله شریکه کړې او د راتلوونکې لپاره به ورته امنيتي تدابير ونيسي.
د ویلو ده، چې یو شمېر ناڅرګندو وسله والو د لغمان د بادپښ او سروبي ولسوالیو ترمنځ سیمه کې له نغلو بنده د بريښنا تير شوي مزي په وسله وال برید کې والوزول، چې د شاوخوا څلرویشت ساعتو لپاره په دواړو ولایتونو بريښنا قطع شوې وه.


د مطلب کود: 94616

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94616/دننګرهار-او-لغمان-ولایتونو-ته-د-نغلو-څخه-ورغلې-بريښنا-مزې-بیرته-فعاله-شول

آوا
  https://www.avapress.com