دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 94616

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته وویل، چې د ننګرهار او لغمان د بریښنا ریاستونو انجنیرانو تېره ورځ ناوخته هغه الوزول شوي مزي بیرته ونښلول، چې د نغلو له بنده لغمان او ننګرهار ولایتونو ته يې بريښنا ورکوله.
ځواک وايي، د یادو مزو د امنیت خوندیتوب لپاره يې له امنيتي ځواکونو سره مساله شریکه کړې او د راتلوونکې لپاره به ورته امنيتي تدابير ونيسي.
د ویلو ده، چې یو شمېر ناڅرګندو وسله والو د لغمان د بادپښ او سروبي ولسوالیو ترمنځ سیمه کې له نغلو بنده د بريښنا تير شوي مزي په وسله وال برید کې والوزول، چې د شاوخوا څلرویشت ساعتو لپاره په دواړو ولایتونو بريښنا قطع شوې وه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd990n.yt0of6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته