کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کرکټ ټیم له زیمبابوې سره د سیالیو لپاره بولاوایو ښار ته ورسید

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 سرطان 1393 ساعت 12:33


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون شپه د زیمبابوې بولاوایو ښار ته رسیدلی او تمه ده سبا خپله لومړۍ تمریني لوبه وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل؛ افغان ټیم به د بولاوایو ښار په اتلتیک ګرونډ کې په دیارلسم او پنځلسم تاریخ دوه تمریني لوبې د زیمبابوې له الف ټيم سره وکړي.
ښاغلی هوتک وايي، د افغانستان او زیمبابوې د ملي ټیمونو رسمي څلور یو ورځنۍ لوبه به د کوینز سپورټ په ګرونډ کې وشي چې؛ لومړۍ یې د جولای په اتلسمه پلان شوې.
افغان ټیم به بیا د جولای په ۲۷ د دوو څلور ورځنیو لوبو لپاره حرارې ښار ته ولاړ شي.
دا د افغان ټیم لپاره د کرکټ د نړیوالې شورا د یوه بشپړ غړيتوب لرونکي ټيم سره لومړنۍ سیریز دی.


د مطلب کود: 95164

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95164/افغان-کرکټ-ټیم-له-زیمبابوې-سره-د-سیالیو-لپاره-بولاوایو-ښار-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com