دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 95164
افغان کرکټ ټیم له زیمبابوې سره د سیالیو لپاره بولاوایو ښار ته ورسید
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون شپه د زیمبابوې بولاوایو ښار ته رسیدلی او تمه ده سبا خپله لومړۍ تمریني لوبه وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل؛ افغان ټیم به د بولاوایو ښار په اتلتیک ګرونډ کې په دیارلسم او پنځلسم تاریخ دوه تمریني لوبې د زیمبابوې له الف ټيم سره وکړي.
ښاغلی هوتک وايي، د افغانستان او زیمبابوې د ملي ټیمونو رسمي څلور یو ورځنۍ لوبه به د کوینز سپورټ په ګرونډ کې وشي چې؛ لومړۍ یې د جولای په اتلسمه پلان شوې.
افغان ټیم به بیا د جولای په ۲۷ د دوو څلور ورځنیو لوبو لپاره حرارې ښار ته ولاړ شي.
دا د افغان ټیم لپاره د کرکټ د نړیوالې شورا د یوه بشپړ غړيتوب لرونکي ټيم سره لومړنۍ سیریز دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc0sqo.2bqpe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته