کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس کرزي په کندهارکې د عامو خلکو د سپرلۍ پر موټر د ماین چاودنه وغندله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سرطان 1393 ساعت 14:50


 د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په کندهار کې هغه ماین ایښودنه په کلکه وغندله چې له امله یې د یو ماشوم او یوې ښځې په شمول ۷ تنه شهیدان شول.
د کندهار د والي د معلوماتو له مخې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سپرلۍ یو موټر د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په ښخ کړای شوي ماین وخوت چې له امله یې د یو ماشوم او یوې ښځې په شمول د موټر ټولې ۷تنه سپرلۍ شهیدانې شوې.
جمهوررئیس حامدکرزي دغه چاودنه په کلکو ټکو وغندله، وې ویل ، د روژې په مبارکه او سپیڅلې میاشت کې چې د عبادت، زړه سوي او له اړمنو کسانو سره د مرستې او تعاون میاشت ده، د تاوتریخوالي او د انسانانو د وینو د تویولو پرځای باید د هغوي لاس نیوي او خدمت ته ور ودانګل شي، نه داچې له بې ګناه خلکو څخه د هغوی ژوند واخیستل شي.
جمهوررئیس کرزي د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه ناوړه اعمال د اسلام د مقدس دین د ټولو لارښوونو پرخلاف وبلل او د هغو ترسره کوونکي یې د اسلام دښمنان وبلل.
د هيواد جمهوررئیس  په دغه چاودنه کې پر وژل شویو کسانو په ژوره توګه خواشینی شوی او د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د هغوی کورنیو ته وړاندې کوي او د لوی خدای له دربارڅخه ورته د جمیل صبر هیله کوي.


د مطلب کود: 95173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95173/جمهوررئیس-کرزي-په-کندهارکې-د-عامو-خلکو-سپرلۍ-پر-موټر-ماین-چاودنه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com