دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 95173
جمهوررئیس کرزي په کندهارکې د عامو خلکو د سپرلۍ پر موټر د ماین چاودنه وغندله
 د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په کندهار کې هغه ماین ایښودنه په کلکه وغندله چې له امله یې د یو ماشوم او یوې ښځې په شمول ۷ تنه شهیدان شول.
د کندهار د والي د معلوماتو له مخې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سپرلۍ یو موټر د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په ښخ کړای شوي ماین وخوت چې له امله یې د یو ماشوم او یوې ښځې په شمول د موټر ټولې ۷تنه سپرلۍ شهیدانې شوې.
جمهوررئیس حامدکرزي دغه چاودنه په کلکو ټکو وغندله، وې ویل ، د روژې په مبارکه او سپیڅلې میاشت کې چې د عبادت، زړه سوي او له اړمنو کسانو سره د مرستې او تعاون میاشت ده، د تاوتریخوالي او د انسانانو د وینو د تویولو پرځای باید د هغوي لاس نیوي او خدمت ته ور ودانګل شي، نه داچې له بې ګناه خلکو څخه د هغوی ژوند واخیستل شي.
جمهوررئیس کرزي د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه ناوړه اعمال د اسلام د مقدس دین د ټولو لارښوونو پرخلاف وبلل او د هغو ترسره کوونکي یې د اسلام دښمنان وبلل.
د هيواد جمهوررئیس  په دغه چاودنه کې پر وژل شویو کسانو په ژوره توګه خواشینی شوی او د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د هغوی کورنیو ته وړاندې کوي او د لوی خدای له دربارڅخه ورته د جمیل صبر هیله کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1sqo.2bqpm8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته