کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان امنیتي ارګانونو ته د پاکستان راکټي حملو ته د ځواب ورکولو دنده وسپارل شوه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 اسد 1393 ساعت 16:32


د افغانستان د وزیرانو شورا د هیواد د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله چې؛ د پاکستان د راکټي او ځمکنیو ځواکونو حملو ته په موقع ځواب و وايي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د خبرپانې له مخې د  ولسمشر د ملي امنیت سلاکار پرون د وزیرانو شورا غونډې ته د هیواد په سرحدي سیمو د پاکستان د راکټي او پلي ځواکونو د حملو د زیاتیدو په اړه تفصلي معلومات ورکړل.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې وړمه شپه پاکستاني ځواکونو د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته دننوتو هڅه کوله؛ چې د افغان ځواکونو او د سیمې د اوسیدونکو له شدید مقاومت سره مخ شول.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې پاکستاني پوځیانو د زیاتې مرګ ژوبلې له زغملو وروسته په شا کېدو ته اړ شول.


د مطلب کود: 96764

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96764/افغان-امنیتي-ارګانونو-ته-د-پاکستان-راکټي-حملو-ځواب-ورکولو-دنده-وسپارل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com