کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو مشران او د دفاع او بهرنيو چارو وزيران په ويلز کې خپله سرمشريزه د افغانستان په اړه په خبرو پيلوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 سنبله 1393 ساعت 13:58


د ناټو مشران او د دفاع او بهرنيو چارو وزيران نن د بريتانيا په ويلز ايالت کې خپله سرمشريزه د افغانستان په اړه په خبرو پيلوي.
د ناټو مشران په دې دوه ورځينۍ سرمشريزه کې د اوکراين او د ناټو غړيو هېوادونو ته پر ګواښونو هم غږيږي.
ټاکل شوې ده چې د ناټو مشران له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پرخپل نوي ماموريت، له دغه هېواده د خپلو محاربو پوځيانو د ايستلو او د افغانستان د راتلونکي په اړه غور وکړي.
د ناټو دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان انتخاباتي لانجه لاحل شوې نه ده او د دغه هېواد نوي منتخب ولسمشرلا اعلان شوی نه دی.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د انتخاباتو په نتيجه کې بريالي ولسمشر د ناټو په دې سرمشريزه کې ګډون وکړي.
د افغانستان له لوري د ويلزپه سرمشريزه کې دفاع وزير بسم الله محمدي ګډون کوي.


د مطلب کود: 98117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98117/د-ناټو-مشران-او-دفاع-بهرنيو-چارو-وزيران-په-ويلز-کې-خپله-سرمشريزه-افغانستان-اړه-خبرو-پيلوي

آوا
  https://www.avapress.com