دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 98117
د ناټو مشران او د دفاع او بهرنيو چارو وزيران په ويلز کې خپله سرمشريزه د افغانستان په اړه په خبرو پيلوي
د ناټو مشران او د دفاع او بهرنيو چارو وزيران نن د بريتانيا په ويلز ايالت کې خپله سرمشريزه د افغانستان په اړه په خبرو پيلوي.
د ناټو مشران په دې دوه ورځينۍ سرمشريزه کې د اوکراين او د ناټو غړيو هېوادونو ته پر ګواښونو هم غږيږي.
ټاکل شوې ده چې د ناټو مشران له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پرخپل نوي ماموريت، له دغه هېواده د خپلو محاربو پوځيانو د ايستلو او د افغانستان د راتلونکي په اړه غور وکړي.
د ناټو دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان انتخاباتي لانجه لاحل شوې نه ده او د دغه هېواد نوي منتخب ولسمشرلا اعلان شوی نه دی.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د انتخاباتو په نتيجه کې بريالي ولسمشر د ناټو په دې سرمشريزه کې ګډون وکړي.
د افغانستان له لوري د ويلزپه سرمشريزه کې دفاع وزير بسم الله محمدي ګډون کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5f0n.yt0jf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته