کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشرانو جرګه: افغان نوی حکومت دې په انتخاباتي کمیسیونونو کې اصلاحات راولي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 1 میزان 1393 ساعت 19:07


د افغانستان مشرانو جرګې له نوي حکومته وغوښتل چې؛ د انتخاباتو په کمیسیونونو کې اصلاحات راولي.
د دې جرګې مرستیال محمدعلم ایزدیار نن د یادې جرګې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د کمیسیونونو اصلاح د راتلونکو انتخاباتو او ولسواکۍ لپاره مهم وبلل.
″وکیل صاحبانو یوه بله نقطه چې ډیره مهمه ده هغه د انتخاباتي نهادونو اصلاح کول دي، د انتخاباتي نهادونو اصلاح کول د ولسواکۍ  لپاره ډیر مهم دي.″
د مشرانو جرګې نورو غړو د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون انتقاد وکړ، چې ولې یي له مشخصې نتیجې پرته نوی ولسمشر اعلان کړ.
که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وار وار ویلي وو، چې د خلکو فرمایشونو اوغوښتنو ته به غوږ نه ږدي، خو تیره یکشنبې دې کمیسیون د انتخاباتو دقیقه نتیجه اعلان نه کړه او یوازې یې نوی ولسمشر معرفي کړ.


د مطلب کود: 99329

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99329/مشرانو-جرګه-افغان-نوی-حکومت-دې-په-انتخاباتي-کمیسیونونو-کې-اصلاحات-راولي

آوا
  https://www.avapress.com