کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وحیدي: افغان ځواکونو په هرات کې د وسله والو ځینې هڅې شنډې کړي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 میزان 1393 ساعت 14:36


د هرات والي وایي، د هرات د امنیتي خبرو د دوه ورځنۍ ناستې د ګډوډولو په هدف د وسله والو مخالفینو له خوا ځینې هڅې شوي؛ خو د افغان پوځیانو له خوا شنډې شوي دي.
د هرات والي سیدفضل الله وحیدي نن رسنیو ته وویل چې؛ د دې مهمې ناستې د امنیت د لا ټينګښت په هدف تېره اوونۍ د هرات په بیلابیلو سیمو کې عملیات وشول چې؛ یو شمیر وسله وال مخالفین په کې ووژل شول.
ښاغلي وحیدي وویل، افغان پوځیانو د دې ناستې له جوړیدو یوه ورځ مخکې د انتحاري حمله اته واسکټونه او دوه بهرني اتباع نیولي دي.
د هرات د امنیتي خبرو په نوم دوه ورځینۍ ناسته نن د څه باندې شلو هیوادونو د استازیو په ګډون د هرات په اختیارالدین کلا کې پیل شوه.
د دې ناستې د ترسره کیدو هدف په سیمه کې د امنیتي وضعیت او شته کړکیچونو د هواري لپاره د لارو چارو موندل بلل شوي.


د مطلب کود: 99507

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99507/وحیدي-افغان-ځواکونو-په-هرات-کې-د-وسله-والو-ځینې-هڅې-شنډې-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com