دخپریدو نیټه :شنبه ۵ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 99507
وحیدي: افغان ځواکونو په هرات کې د وسله والو ځینې هڅې شنډې کړي دي
د هرات والي وایي، د هرات د امنیتي خبرو د دوه ورځنۍ ناستې د ګډوډولو په هدف د وسله والو مخالفینو له خوا ځینې هڅې شوي؛ خو د افغان پوځیانو له خوا شنډې شوي دي.
د هرات والي سیدفضل الله وحیدي نن رسنیو ته وویل چې؛ د دې مهمې ناستې د امنیت د لا ټينګښت په هدف تېره اوونۍ د هرات په بیلابیلو سیمو کې عملیات وشول چې؛ یو شمیر وسله وال مخالفین په کې ووژل شول.
ښاغلي وحیدي وویل، افغان پوځیانو د دې ناستې له جوړیدو یوه ورځ مخکې د انتحاري حمله اته واسکټونه او دوه بهرني اتباع نیولي دي.
د هرات د امنیتي خبرو په نوم دوه ورځینۍ ناسته نن د څه باندې شلو هیوادونو د استازیو په ګډون د هرات په اختیارالدین کلا کې پیل شوه.
د دې ناستې د ترسره کیدو هدف په سیمه کې د امنیتي وضعیت او شته کړکیچونو د هواري لپاره د لارو چارو موندل بلل شوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchqmnw.23nwvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته