کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې ماین چاودنې ۹ ولسي وګړي وژل شوي دي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس تحلیل و پژوهش اخبار , 11 میزان 1395 ساعت 17:00

په هلمند ولایت کې د سرک غاړې ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.


چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د سرک غاړې ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د افغان غږ(آوا) ژانس د خبر له مخې، د هلمند له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دغه پېښه تېره ورځ رامنځ ته شوې ده.
په خبر پانه که راغلي دي، چې یاد کسانله مارجې ولسوالۍ د هلمند ولایت مرکز لشکرګا ښر ته روان وو چې موټر یې د سرک غاړې ته پر ځای په ځای شوي ماین برابر شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي چې ټول ولسي وګړي دي.
خبرپاڼه که راغلي دي، په وژل شویو کسانو کې دوې مېرمنې، درې نارینه او څلور ماشومان شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد ماین وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 131475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/131475/هلمند-کې-ماین-چاودنې-۹-ولسي-وګړي-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com