دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 131475
هلمند کې ماین چاودنې ۹ ولسي وګړي وژل شوي دي
په هلمند ولایت کې د سرک غاړې ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د سرک غاړې ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) ژانس د خبر له مخې، د هلمند له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دغه پېښه تېره ورځ رامنځ ته شوې ده.
په خبر پانه که راغلي دي، چې یاد کسانله مارجې ولسوالۍ د هلمند ولایت مرکز لشکرګا ښر ته روان وو چې موټر یې د سرک غاړې ته پر ځای په ځای شوي ماین برابر شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي چې ټول ولسي وګړي دي.
خبرپاڼه که راغلي دي، په وژل شویو کسانو کې دوې مېرمنې، درې نارینه او څلور ماشومان شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد ماین وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

https://avapress.com/vdcguq9qnak9wt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته