د کرنې وزارت وىاند اکبر رستمی وایی، وروستىو کلونو د جلغوزې سلګونه زره نىالګی اېښوودل شوی او حاصلات به ىې نږدې راتلونکی کې له اوسنۍ اندازې هم لوړ شی.
سږ کال به په افغانستان کې ۲۴زره ټنه جلغوزه وشی
18 میزان 1398 ساعت 13:54
د کرنې وزارت وىاند اکبر رستمی وایی، وروستىو کلونو د جلغوزې سلګونه زره نىالګی اېښوودل شوی او حاصلات به ىې نږدې راتلونکی کې له اوسنۍ اندازې هم لوړ شی.
د کرنې وزارت زمونږ خبریال ته وویل سږ کال د جلغوزې حاصلات ۲۴ زره اټکل کړى او وایی چې دا کچه به د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زىاته وی.
د کرنې وزارت وىاند اکبر رستمی وایی، وروستىو کلونو د جلغوزې سلګونه زره نىالګی اېښوودل شوی او حاصلات به ىې نږدې راتلونکی کې له اوسنۍ اندازې هم لوړ شی.
د افغان خبری آژانس دخبر له مخی ، سږ کال به د جلغوزې حاصلات لس سلنه د پخوا په پرتله زىات وی او افغانستان به ىې د قاچاقی صادراتو مخه هم ونىسی.
د افغانستان جلغوزه له کلونو راهىسې پاکستان ته تلله او له هغه ځاىه به د پاکستان په نوم پروسس او نورې نړۍ ته صادرېدله خو دوه کاله وشول چې افغانستان په خپل نوم او لېبل د نړۍ بازارونو ته جلغوزه صادروی.
د ارقامو له مخې ىوازې تېر کال افغانستان چىن، خلىجی هېوادونو او اروپا ته ۱۷۰۰ ټنه جلغوزه صادره کړې ده.
دا مهال چىن د افغانی جلغوزې تر ټولو لوى بازار دى او افغانستان ورته په ىو کال کې له ۶۰۰ ټنو ډېره جلغوزه د هوایی دهلېزونو له لارې رسولې ده.
هند هم د افغانستان د وچې مېوې له مهمو بازارونو څخه شمېرل کېږی.
د مطلب کود: 192834