کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ویډیو: ننګرهار کې د داعشیانو جنایتونه او د افغان کومانډو ځواکونو هوایي او ځمکني بریدونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جوزا 1397 ساعت 14:33


په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د داعشیانو په وړاندې د افغان کومانډو ځواکونو د عملیاتو یوه نوې ویډیو خپره کړې ده.
د ائتلافي ځواکونو په وینا، افغان ځانګړو ځواکونو د امریکایي ځواکونو په مشوره د ده بالا ولسوالی په مربوطاتو کې د داعشیانو پر مواضعو هوایي او ځمکني بردیونه ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي، چې د داعشیانو په وړاندې هوایي او ځمکني بریدونه د مې میاشتې له ۲۵ مې نیټې څخه تر ۳۱ مې نیټې پورې ترسره شوي.
که څه په یادو عملیاتو کې د داعشیانو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو ائتلافي ځواکونه وایي افغان ځانګړو ځواکونو به ده بالا کې یې هوایي او ځمکني بریدونه د داعشیانو د جنایاتو په غبرګون کې ترسره کړي.


د مطلب کود: 165665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/video/165665/ویډیو-ننګرهار-کې-د-داعشیانو-جنایتونه-او-افغان-کومانډو-ځواکونو-هوایي-ځمکني-بریدونه

آوا
  https://www.avapress.com