کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په واورو کې بند پاتې ایراني انجینران د دفاع وزارت د هوايي ځواک له خوا وژغورل شول

22 جدی 1401 ساعت 15:44

د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو اعلان وکړ چې څلور ایراني انجینران او پنځه امنیتي ځواکونه چې په هرات ولایت کې په واورو کې بند پاتې وو، پرون وژغورل شول.


آوا - هرات: د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې دغه څلور ایراني انجینران د خواف - هرات ریل پټلۍ د تخنیکي ارزونې په موخه هرات ولایت ته تللي وو.
 
دغه کسان تېره ورځ له پنځو امنيتي ځواکونو سره د هرات ولايت دشت شمتیغ ته د راستنېدو پر مهال په واوره کې بند پاتې وو چې بالاخره د اورګاډي ادارې او د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو په همکارۍ وژغورل شول.
 
د ریل پټلۍ د ادارې د چارواکو په وینا دغه ایراني انجینران د ارزونې لپاره د شمتیغ په سیمه کې ایران ته د بیرته ستنیدو پر مهال د واورې له توپان او سختې واورې سره مخامخ شوي وو.
 
احتمال وو چې دغه کسان د سړې هوا، د خوراکي توکو د نشتوالي او په سیمه کې د موټرو د نشتوالي له امله مړه شوي واي.
 
د اوسپنې پټلۍ د ریاست د مسئولینو په وینا، دې ادارې د دغو انجنیرانو د بندېدو موضوع له دفاع وزارت سره شریکه کړې او د وزارت هوايي ځواک د چورلکې په وسیله هغوی وژغورل.
 


د مطلب کود: 263739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/video/263739/په-واورو-کې-بند-پاتې-ایراني-انجینران-د-دفاع-وزارت-هوايي-ځواک-له-خوا-وژغورل-شول

آوا
  https://www.avapress.com