دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 263739
د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو اعلان وکړ چې څلور ایراني انجینران او پنځه امنیتي ځواکونه چې په هرات ولایت کې په واورو کې بند پاتې وو، پرون وژغورل شول.
اړيکه لرونکی فايل
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې دغه څلور ایراني انجینران د خواف - هرات ریل پټلۍ د تخنیکي ارزونې په موخه هرات ولایت ته تللي وو.
 
دغه کسان تېره ورځ له پنځو امنيتي ځواکونو سره د هرات ولايت دشت شمتیغ ته د راستنېدو پر مهال په واوره کې بند پاتې وو چې بالاخره د اورګاډي ادارې او د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو په همکارۍ وژغورل شول.
 
د ریل پټلۍ د ادارې د چارواکو په وینا دغه ایراني انجینران د ارزونې لپاره د شمتیغ په سیمه کې ایران ته د بیرته ستنیدو پر مهال د واورې له توپان او سختې واورې سره مخامخ شوي وو.
 
احتمال وو چې دغه کسان د سړې هوا، د خوراکي توکو د نشتوالي او په سیمه کې د موټرو د نشتوالي له امله مړه شوي واي.
 
د اوسپنې پټلۍ د ریاست د مسئولینو په وینا، دې ادارې د دغو انجنیرانو د بندېدو موضوع له دفاع وزارت سره شریکه کړې او د وزارت هوايي ځواک د چورلکې په وسیله هغوی وژغورل.
 
https://avapress.com/vdcfmmd01w6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته