افغان غږ خبری آژانس: د هرات د والي ویاند وايي، تېره شپه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې د یوه جومات پر لمونځ کوونکو د نامعلومو وسله والو د برید په پایله کې د یوې ښځې او ماشوم شهید په ګډون شپږ تنه شهید شوی او درې نور ټپیان شوي.
د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس زیاتوي چې د هرات سیمه ییزه اداره دغه وحشیانه برید په کلکه غندي او ډاډ ورکوي چې د دغه برید د عاملینو د نیولو لپاره د اسلامي امارت د ځواکونو هڅې روانې دي او هغوی به پیدا او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
ځايي سرچينې وايي، تېره شپه د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو په بريد کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.