افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لومړی وزیر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وویل چې ټول افغانان په نظام او هیواد کې شریک دی.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د رئیس الوزرا سياسي مرستيال چې د رياض العلوم ټولنې د تعليمي دورې د پرانستلو په مراسموکې يې خبرې کولې؛ ټينګار وکړ چې د ديني او عصري علومو ترمنځ واټن په ختميدو دى.
په دې مراسمو کې مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت په هېواد کې د معاصرو او دیني علومو ملاتړ کوي.