دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 289869
په غور ولایت کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو شبکو د ترمیم چارې پیل شوې
د غور ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو او فیروزکوه ښار کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پنځه شبکې ترمیمېږي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په تیوره، دولینه، چهارسده ولسوالیو او د دغه ولایت مرکز فیروزکوه کې د څه باندې ۱۰،۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو  اوبو رسولو شبکو د ترمیم کار پیل شوی دی.

د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغو شبکو په ترميمولو سره به څه دپاسه دوه زره کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
https://avapress.com/vdch-wniw23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته