دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 123121
ګیلاني وايي طالبان دې د بین الافغاني مذاکراتو لار خپله کړي
له ټاکل کېدو یوه ورځ وروسته د سولې د عالي شورا نوي مشر پیرسیداحمد ګیلاني له طالبانو وغوښتل چې د جګړو پر ځای د بین الافغاني مذاکراتو لار خپله کړي.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې د سولې شورا نه په خپره شوې خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې خپلو موخو ته د رسېدو ښه لار یې بین الاافغاني مذاکرات دي.
ښاغلي ګیلاني پر وسله والو طالبانو او نورو مخالفینو غږ کړي چې د افغان حکومت او خلکو د سولې په اړه غږ ته لبیک و وايي او له جنګ جګړو دي تېر شي.
باید وویل شي، چې له اوږده ځنډ وروسته د سولې عالي شورا مشر او مرستیالان وړمه ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا وټاکل شول.
د دغه شورا مشر پير سيداحمد ګیلاني او مرستیالان یې محمد کريم خليلي، حبيبه سرابي، عطاءالرحمن سليم، مولوي خبير اوچقوند، عزيزالله دين محمد او مولوي عبدالکريم خدام وټاکل شول.
د سولې شورا چارواکو د معرفۍ په مراسمو کې وویل چې په خپل ټول توان سره به په افغانستان کې د سولې له پاره کار وکړي.
https://avapress.com/vdcf0mdyyw6d0ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته