دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 125404
۱۳ طالب په جوزجان کی وژل سوی دی
د جوزجان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وایې چې ۱۳ طالب وسله‎وال د افغان ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.

د جوزجان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وایې چې ۱۳ طالب وسله‎وال د افغان ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.

په دې نښتو کې ۱۰ تنه نور وسله‎وال ټپیان شوي دي.

د جوزجان والي ویاند، محمد رضا غفوري وویل چې یاد عملیات د ولسمشرۍ لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د یاد ولایت په قوش‎تېپې ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

ده زیاته کړه چې یاد عملیات د هوا او ځمکې له لارې ترسره شوي دي خو د عملیاتو په اړه یې نور جزئیات ورنکړل.

خو د سیمې اوسیدونکي وایې چې په دغو عملیاتو کې یو ملکي کس هم ټپي شوی دی.

 
https://avapress.com/vdcbgsb8arhb5ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته