دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 127032
د کابل ښاروالۍ دوه لوړپوړي چارواکي، په دندو کې د ناغیړۍ په تور نیول شوي
د کابل ښاروالۍ دوه لوړپوړي چارواکي محمد اسلم اکرمي او احمد کمال قاسمیار د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي.

د کابل ښاروالۍ دوه لوړپوړي چارواکي محمد اسلم اکرمي او احمد کمال قاسمیار د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي.

د راپورونو له مخې، د کابل ښاروالۍ پخوانی سرپرست او مالي معین "محمد اسلم اکرمي" او د بشري سرچینو رییس "احمد کمال قاسمیار" تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو ریاست له لوري نیول شوي دي.
د کابل ښاروالۍ ریاست سرپرست عبدالله حبیب زی د درنو جرمونو د ریاست له لورې د دغو چارو اکو نیول کېدل مني، خو په اړه یې نور څه نه وايي.
د راپورونو له مخې نوموړي اوس د پولیسو تر څیړنې لاندې دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړي کسان د خپلو دندو څخه د ناوړه ګټنې له امله نیول شوي دي.

له بلې خوا، د حکومت له لورې روانه اونۍ د فساد پر وړاندې د مبارزې اونۍ نومول شوې ده.

د هیواد لوی څارنوال دا منلي چې دوی ندي توانیدلي په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد سره سمه مبارزه وکړي او د خلکو باور تر لاسه کړي.

لوی څارنوال فرید حمیدي زیاته کړې، چې د اداري فساد سره مبارزه د دوي د کاري لومړيتوبونو څخه دي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر غني ویلي وو چې د اداري فساد سره د مبارزې لپاره یو کمیسیون جوړیږي څو په دولتي بنسټونو کې د فساد د له منځ وړو کې کار وکړي.

 
https://avapress.com/vdcae0n6u49nuw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته