دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 149575
اردوغان له غني سره په لیدنه کې د امریکا له تګ‎لارې هرکلی وکړ
اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه‎والي لپاره خپل چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي

د افغانستان ولسمشر، اشرف غني قزاقستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ  نن سهار(یک‎شنبې د وږي۱۹مه)  پلازمېنه استانه کې له خپل ترکي سیال،  رجب طیب اردوغان سره لیدنه درلوده او په ترڅ کې یې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې تر منځ  پر دوامدارو اړیکو او د همکاریو پر پراختیاټینګار کړی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لدنه کې ښاغلي اردوغان، د افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالاتونو له تګ‎لارې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ترکیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو ده.

نوموړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه‎والي لپاره خپل چمتووالی ښودلی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي.

په دې لیدنه کې همداراز ولسمشر، غني  له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ترکیې له همکارۍ د چمتووالي او په ځانګړي ډول د سولې بهیر څخه د ملاتړ له امله د ترکیې ولسمشر مننه کړې او دواړو هېوادونو پر ملګرتیا او ښو اړیکو  یې ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني د امریکا تگلارې په اړه ویلي دي:«د افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو ستراتیژي روښانه او جامع ده او د دغې ستراتیژۍ په اعلان سره په سیمه کې موکه رامنځته شوې او له دغه فرصت څخه باید سمه ګټه واخیستل شي.»

ښاغلي غني زیاته کړې ده چې افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او له پاکستان سره هراړخیزه خبرو اترو ته چمتو دی.

ده وړاندې ویلي دي:«هغه ټینګار وکړ، چې اوسنی حالت باید بدلون وکړي او په سیمه کې له موجوده شرایطو څخه د سولې او ثبات په برخه کې استفاده وشي.»

افغان ولسمشر همداراز ترهګري د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ بللی او د دغې ښکارندې پر وړاندې یې پر ګډه مبارزه ټینګار کړی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguy9qnak9tn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته