د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، دغه ډله چی څلور غړۍ لری پیه بیلابیلو سیمو کې په بیلابیلو پيښو کې لاس درلود.
چارواکي زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو څخه درې میله تومانچې او یوه کرینکوف کشف او ترلاسه شوې ده.
د چارواکو په وینا، دغه کسان د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو درې اوونی مخکې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه لږ تر لږه ۱۵ کسان د قتل او نورو جرمونو په تړاو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزي ریاست چارواکي وایي، دغه کسان په تېرو اوو ورځو کې د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.