سرچینې زیاته کړې، چې دا څلور کسان د شمالي وزیرستان اوسیدونکې دي او غوښتل يې د ځايې قومندانانو( بودا او رحمانې) په لارښوونه په افغانستان کې دننه ترهګرې هڅې تر سره کړي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ له نیول شویو کسانو سره پاکستاني پېژندپاڼې، پاکستاني سیم کارتونه او یو شمېر میمورۍ، چې دولت ضد پیغامونه په کې ثبت دي تر لاسه شوي دي.
نیول شوي کسان وايي، د پاکستان پر لارښوونه افغانستان ته راغلي دي.
سعیدالله نومی پاکستانی طالب وایي، اوس، چې مو دلته په افغانستان کې هر څه ولیدل؛ پوه شو، چې مونږ دوکه شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د جنوب ختیځو ولایتونو خلکو له تېرو څو میاشتو راپدیخوا پر امنیتي حالاتو اندېښمن شوي او له حکومتي چارواکو یې د ګاونډ حکومتونو د لاسوهنې د مخنیوی غوښتنه کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)