دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 168000
طالبانو کندهار کې د سړک جوړونې شرکت ۱۳ برمته شوي خوشې کړل
وسله والو طالبانو په کندهار کې د سړک جوړونې د شرکت د برمته شوو کارکوونکو له ډلې ۱۳ تنه یې خوشې کړي دي.

د یاد شرکت چارواکو د دې خبر پخلی کړی دی او ویل کیږي، چي پاتې نور يې لا هم د پولي ها غاړې په ګلستان کي ساتل کیږي.
طالبانو څه موده وړاندې د کندهار د شورابک او سپین بولدک ترمنځ سیمه کې د یوه سړک جوړونې شرکت ۴۴ تنه کارکوونکي برمته کړل.
پر دغه شرکت د برید پرمهال څلور تنه پولیس هم وژل شوي و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawan6w49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته