دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 200764
د افغانستان ملی امنیت مشاور په هند کې د ایران خارجه وزیر سره لیدلي
  حمدالله محب، د افغانستان ملی امنیت مشاور، په نوی دهلی کې د ایران خارجه وزیر سره لیدلی او خبری کړی دی.

 
 
داکتر حمدالله محب د افغانستان اسلامی جمهوریت ملی امنیت مشاور په نوی دهلی کې د داکتر محمد جواد ظریف د ایران اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سره د افغانستان سولې پروسه او په سیمه کې اخیر بدلونونو په اړه بحث او تبادل نظر کړی دی.
 
د هیواد ملی امنیت مشاور په دی لیدنه کې وویل: افغانستان په سیمه کې اخیرو تحولاتو په اړه اندیښمند دی خو بیا هم هیله مند دی چی دا مسائل د خبرو اترو له لاری حل شی.
 
هغه همدارنګه وویل چی افغانستان سولې پروسه باید زیان ونه وینی او ددی پروسی سره د سیمی په سطحه صادقانه او لازم همکاری صورت ونیسی ترڅو پآیدار سولې زمینه مساعد شی.
 
د ایران خارجه وزیر ویلی دی چی هیواد یی د افغانستان سولې پروسه څخه ملاتړ کوی او هیله مند دی چی دا پروسه نتیجه ورکړی.
 
هغه اضافه کړي چی ایران دولت د افغانستان دولت سره د اوږده مده لپاره همکاری ته متعهد دی.
 
 
https://avapress.com/vdcep78wejh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته