دخپریدو نیټه :جمعه ۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 213016
تیرکال هېواد کې د نشه يي توکو ۲۳ لوی قاچاق وړونکي نیول شوي

کورنیو چارو وزارت وايي، تیرکال یې هېواد کې د نشه يي توکو ۲۳ لوی قاچاق وړونکي او یو شمېر نور پلورونکي نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي نن جمعه د (چنګاښ میاشتې ۶) له نشه يي توکو سره د مبارزې اونۍ په مناسبت ويډویويي پیغام کې ویلي چې تېرکال یې د نشه یي توکو ۲۳ لوی کاروباریان نیولي دي.
هغه د دې لاسته راوړنې ترڅنګ ویلي چې افغانستان لاهم د نړۍ په کچه پر نشه یي توکو لړلی هېواد بلل کېږي او دا مهال ۳ میلیون افغانان په نشه يي توکو روږدي دي.
ښاغلي اندرابي پر نشه يي توکو د یاد لوړ شمېر افغانانو اخته کېدل، افغانستان ته یو لوی ناورین یاد کړی دی.
هغه همداراز ویلي چې ملي پولیس له نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې جدي دۍ، او په وینا یې تیرکال یې د نشه يي توکو ۲۳ لوی قاچاق وړونکي او په لسګونه نور کاروباریان نیولي دي.
 
https://avapress.com/vdcizparqt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته