دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 253752
د اسیا جام سیالیو ته د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې وروستی نوملړ اعلان شو
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اسیا جام سیالیو ته د ملي لوبډلې د ۲۶ لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس: ټاکل شوې چې دغه سیالۍ د جون له ۸ څخه تر ۱۵ پوري د هند په کلکتې ښار کې ترسره شي.

په لومړۍ لوبه کې به افغانستان د چهارشنبې په ورځ (جون ۸) د کابل پر وخت د مازدیګر ۶:۳۰ بجې له هانګ کانګ سره مخامخ شي.

د فوټبال ملي فدراسیون وايي، دغه نوملړ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي او تخنیکي کارکوونکو له هر اړخیزې کتنې وروسته د ځانګړو معیارونو او په لوبډله کې د بېلابېلو پوستونو له مخې ټاکل شوی دی.

اویس عزیزي، فیصل حمیدي او هلال حسیني د ګول ساتونکو په توګه، فیصل شایسته، فرشاد نور، نورحسین، اباسین علیخیل، شریف محمد، مظاهر کوهیار، سمیرسمندري او مصطفی ځاځي د توپ اچوونکو په توګه، داوود نجم، میلاد ینتزاري، اسلام نزیر، زردشتي، اسلام زاده، اویس عزیزي. امید موسوي، مسیح سیغاني او سلیمان زرمتي به د ملي لوبډلې دفاعي لوبغاړي وي، زبیر امیري، امید پوپلزی، امرالدین شریفي، فرید سادات، مصطفی آزادزوی، مشتاق احمدي او عمران حیدري به د اسیا کپ سیالیو ته د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي وي.

د فوټبال فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حسین زمان، ادم نجم، نورالله امیري او جبار شیرزي د تخنیکي ستونزو او د فزیکي فټنس د نشتوالي له امله د ملي لوبډلې روزونکي له سیالیو ایستل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjite88uqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته