دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 254604
۶،۱ ریښتر درجې په کچه زلزله د هېواد ځینې برخې ولړزولې
نن سهار (چهارشنبه، د سرطان ۱) د ۶،۱ ریښتر درجې په کچه زلزلې د هېواد ځینې برخې ولړزولې. ویل کیږي زلزلې په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژلي او ټپیان کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس، نن (چهارشنبه، د سرطان ۱) دغې پېښې د هېواد یو شمېر نور ولایتونه هم ولړزاوه.  
 
د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې په دې پېښه کې يو کلي په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
 
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې یوازې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ روغتون ته ۳۵ جسدونه او تر ۶۰ ډېر ټپیان ور وړل شوي دي.
 
په پکتیکا کې د اسلامي امارت ولایتي چارواکي هم وايي چې په ګیان ولسوالۍ کې مرګ ژوبله زیاته ده.
 
د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل چې د ارګون روغتون ته تر ٢٠ زيات جسدونه ور وړل شوي دي.
 
د خوست د سپېرې ولسوالۍ سرچينې هم وايي، چې د دې ولسوالۍ په ډنډکي کلي کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
 
د دغې زلزلې شدت د ریکټر په کچه ۶.۱ ښودل شوی، چې د کابل په ګډون یې خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان، غزني او لوګر ولایتونه ولړزول.
 
 
سرچينه : اطلاعات روز
https://avapress.com/vdcgzt9xtak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته