دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 259571
په کییف کې د روسیې برید/ جي۷ غونډه کوي
د نړۍ اووه صنعتي هېوادونه (G7) نن (دوشنبه، میزان ۱۹) د اوکرایین پر پلازمېنه او ځینو ښارونو د روسیې د بریدونو په اړه چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول، غونډه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: ټاکل شوې د اووه کسیزې ډلې د غړیو په توګه امریکا، فرانسه، بریتانیا، جاپان، کاناډا، جرمنی او ایټالیا په اوکراین کې د روسیې د وروستیو بمباریو په اړه حساسې خبرې وکړی.
 
دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې روسیې په څو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره د اوکراین پر پلازمینه توغندي وویشتل. په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر مسکو ته خبرداری ورکړی چې هېواد به یې ونه ډاریږي.
 
له بلې خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته خبرداری ورکړی چې دا بریدونه د کریمیا په ټاپو وزمه کې پر یوه مهم ارتباطي پل د وروستي برید په غچ کې دي او ښايي دوام وکړي.
 
د اوکراین په پلازمېنه او ځینو ښارونو کې د دوشنبې د ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
 
د اوو هېوادونو ډله د نړۍ له بډایه او صنعتي هېوادونو څخه جوړه شوې ده، چې پخوا یې روسیه هم غړیتوب درلود، خو په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا د کریمیا د الحاق له امله دغه هېواد له اوو هېوادونو څخه بهر شو.
 
https://avapress.com/vdcefo8wzjh8nni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته