افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی د افغانستان د خصوصی سکتور له مسؤلینو سره وکتل او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د پیاوړتیا په هکله یې خبرې اترې وکړې او د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکارۍ په اړه تبصره وکړه.
له دغه لیدني او خبرو اترو مخکې چې د ایران او افغانستان د اقتصادی اړیکو د پراختیا په هدف ترسره شوی و، سید حسن مرتضوی هم د اسلامی امارت د خارجه چارو له وزیر امیر خان متقی سره کتلي او خبرې اترې کړې وې.
امیر خان متقي په دې غونډه کې ویلي وو چې له ایران سره د اقتصادي سوداګرۍ د زیاتولو وخت راغلی دی.
هغه له مرتضوي سره په کتنه کې له ایران څخه د سوداګرۍ او مالونو د ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه هم کړي وه.
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال هم له متقي سره ژمنه کړي چې د تهران او کابل ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره به لازمې همکارۍ وکړي.