دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 263347
په هیواد کې د ډبرو سکرو ملي اتحادیه باید جوړه شي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ډبرو سکرو سکټور له غړو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د هېوادوالو د لازیاتې اسانتیا لپاره باید په هېواد کې د ډبرو سکرو ملي اتحادیه جوړه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ډبرو سکرو سکتور له غړو سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې د ډبرو سکرو سکټور او هېوادوالو د اسانتیا لپاره باید د ډبرو سکرو ملي اتحادیه جوړه شي.
 
هغه زیاته کړه، په بهر کې د قیمتي ډبرو د قاچاق د څېړنې او مخنیوي په موخه د یو شمېر لابراتوارونو جوړول او د ډبرو سکرو د ملي اتحادیې د جوړولو لپاره اړینه ده، څو له څانګو سره همغږي او د دوی ستونزې پر وخت هوارې شي.
 
عزيزي دا هم وويل، که څه هم د ډبرو سکرو د سکټور اصلي رهبري د کانونو او پټروليم وزارت پورې اړه لري، خو د سوداګرۍ برخه يې د صنايعو او سوداګرۍ وزارت ته سپارل شوې ده.
 
نوموړي د هېواد د ډبرو سکرو سکتور له ګډون کوونکو وغوښتل، چې خپلې ستونزې په ليکلي ډول له وزارت سره شريکې کړي، څو د هېواد د اقتصادي عالي کمېسيون په غونډو کې پرې خبرې او حل لارې ورته ولټول شي.
 
دغه راز د هېواد د ډبرو سکرو سکتور غړو د ګمرکي تعرفو، مالیاتو او نورو مسایلو په اړه خپلې ستونزې مطرح کړې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ څخه یې د دوی د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
 
په افغانستان کې د ډبرو سکرو لسګونه کانونه شته. د سرپل، منګان، بغلان او بامیان ولایتونو له بلخاب، دره صوف، کهمرد، تاله او برفک ولسوالیو څخه هره ورځ په سلګونو لیري ډبرو استخراج کېږي او پاکستان ته لېږدول کېږي.
 
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي، چې د افغانستان په ۸۰ سیمو کې د ډبرو سکرو لوی کانونه شته، چې په ۱۷ کې یې کانونه استخراجېږي.
 
د کانونو او پټروليم وزارت وياند مفتي برهان تر دې وړاندې ويلي و، چې هره ورځ له لسو زرو څخه تر ١٥ زره ټنو پورې سکاره پاکستان ته صادرېږي، چې د ډبرو سکرو د استخراج په برخه کې له پاکستان او کوم بل هېواد سره تړون نه لرو، خو پلور يې کوو.
 
https://avapress.com/vdcayenu049nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته