افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندز، ننګرهار، زابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو لسګونو اوسېدونکو په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو په اعتراض کې لاریون وکړ.
لاريون کوونکو د مرګ پر سويډن شعارونه ورکول او د دغه هېواد بيرغ يې وسوځاوه.
دوی په سویډن کې د قران کریم د سوځولو مسوولینو ته د سزا غوښتنه وکړه، خو د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په سويډن او هالنډ کې د قران کريم د سوځولو په غبرګون کې د هېواد ټولو رسمي او غير رسمي امامانو او خطيبانو ته په خپلو ويناوو کې د دغه عمل د غندلو خبر ورکړى دى.
د دې اعلامیې په دوام کې راغلي دي چې د سویډن په هیواد کې د یوه متعصب کافر له خوا د مسلمانانو سپېڅلي کتاب (قرآن کریم) بې حرمتي او قرآن کریم سوځول شوی چې له مخې یې ټولو رسمي او غیر رسمي امامانو ته لارښوونه کیږي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې مبلغین د جمعې په ورځ په خپلو ویناوو کې د قران کریم سپکاوی په کلکو ټکو وغندي.
په دې وروستیو کې د راسموس پالودان په مشرۍ ځینو ښي اړخو افراطي ډلو په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته قرآن کریم سوځولی دی.
اسلامي هېوادونو دغه عمل غندلی دی. اسلامي امارت له سویډن څخه غوښتي چې د دې پېښې عاملین ته سخته سزا ورکړي او اجازه ورنکړي چې په راتلونکي کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد دا ډول وحشیانه او شرمناک عملونه تکرار کړي.
د تېر کال (۲۰۲۲) په اپریل میاشت کې راسموس پالودان په سویډن کې د «قران کریم د سوځولو» له امله د خلکو غوسه راپارولې وه او یو شمېر هېوادونو د هغه دغه عمل غندلی و.