دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 265292
یونیسف باید په افغانستان کې له سیاسي مسایلو لرې خپل کار ته دوام ورکړي
په کابل کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر په کابل کې د یونیسف ادارې له عمومي رئیس سره په کتنه کې وویل چې یونیسف باید له سیاسي مسایلو لرې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پیښو د مدیریت په چارو کې د دولت وزیر ملا محمد عباس اخند د یونیسف له عمومي رییس فرانک اکویس او د دغه سازمان د مرکزي زون له مشرې انا کنډریک سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د پيښو د تنظيم په چارو کې د دولت وزير وويل: دغه وزارت غير سياسي دى او له مستحقو او زيانمنو شويو سره مرسته کوي او يونيسف هم بشري کارونه کوي او بايد له سياست څخه لرې د افغانستان د خلکو خدمت ته دوام ورکړي.
 
هغه د بدخشان د واخان ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته په اشارې سره وويل، زموږ لومړيتوب د هېواد په لرو پرتو سيمو کې هغو اړمنو خلکو ته پاملرنه ده چې د ژوند ښه اسانتياوې نه لري.
 
په ورته وخت کې په کابل کې د یونیسف ادارې مشر وویل، هڅه کوو چې د افغانستان خلکو ته لا زیات خدمت وکړو.
 
هغه زياته کړه، چې يونيسف د خوست او پکتيکا ولايتونو له زلزله ځپلو او په بېلابېلو ولايتونو کې له سېلاب ځپلو سره د پام وړ مرستې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcb9sb55rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته