دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 265345
د پکتيا ګمرک رياست سږ کال پنځه ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي
د پکتيا ولايت د ګمرک رياست مسئولين وايي، چې د ١۴٠١ لمريز کال له پيله تر اوسه يې شاوخوا پنځه ميليارده عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتيا د ګمرک مسئولينو د باختر حبری آژانس خبريال ته وويل چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې يې څه باندي پنځه ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
 
دغه ریاست زیاتوي، چې دغه اندازه عواید په پوره روڼتیا سره راټول شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
 
په ورته وخت کې د اداري فساد د کمښت له امله د هېواد په عوایدو کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
 
پکتيا د هېواد يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى برخې يې تګ راتګ ستونزمن دى او د ډېرو ځنګلونو په لرلو مشهور دى.
 
https://avapress.com/vdcaymnum49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته