دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 266812
د تبیان په مرکز کې د چاودنې په اړه د امریکا او اروپايي ټولنې غبرګون: د تاوتریخوالي بې رحمانه عمل غندو
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د اروپايي ټولنې شارژدافیر د افغان غږ خبري آژانس (آوا) او په مزارشریف کې د تبیان پر مرکز تروریستي برید «تاوتریخوالی» بللی او غندلی یې دی.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په خپل ټویټر کې د تبیان پر مرکز او د افغان غږ خبری آژانس خبري اژانس د خبریالانو په نښه کول په کلکه غندلي دي او دا يي یو ترهګریز برید بللي دی.
 
د امریکا ځانګړي استازي د یکشنبې په ورځ په مزارشریف کې د تبیان پر کلتوري مرکز برید «یو نه بښوونکی عمل» بللی او هغه یې غندلی دی.
 
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د افغانانو په استقامت باور لري.
 
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې رفیلا ایودیس په بلخ ولایت کې په وروستیو ورځو کې د دوو بریدونو رامنځته کېدل په کلکه غندلي دي.
 
آیوډیس په خپل ټویټر کې لیکلي: "دا تاوتریخوالی باید ودریږي."
 
  دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کب په ٢٠مه، سهار شاوخوا لس بجې په مزارشريف ښار کې د تبيان او د افغان غږ خبری آژانس دفتر باندي چاودنه وشوه.
 
چاودنه هغه مهال د تبیان پر مرکز ترسره شوه چې په دي مزکز د " مهدویت، رسنیو او کلتور ترویج" په نوم کنفرانس د ترسره کیده او ټاکل شوې وه چې په مزارشریف کې د فعالو خبریالانو د درناوي مراسم ترسره شي، له همدې امله په دغه کنفرانس کې ګڼ شمېر خبریالان او کمره مینان هم موجود وو، چې د دغي ترهګریز برید په پایله کې ۳۷ تنه ټپیان او درې تنه شهیدان شول.
 
https://avapress.com/vdca6inuu49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته