افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د ایران سفارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي پرون (حمل ۱۳) د افغانستان لوی څارنوال مولوی شمس الدین پهلوان سره د قضایی مسایلو په اړه بحث او د ایران او افغانستان ترمنځ د حقوقی مسایلو په اړه بحث او نظریات تبادله کړل.
د افغانستان لوی څارنوال په دغه کتنه کښې د ایران اسلامی جمهوریت ته خپل وروستی سفر ته په اشارې سره وویل: ایران ته د افغانستان د ولسمشر سفر او د دواړو لورو ترمینځ شوې موافقې مثبت او د ایران او افغانستان ترمینځ د ځینو حقوقی او قضایی مسائلو د حل لپاره یو ګام دی. د هغو ستونزو په ګډون چې په ایران کې د افغان اتباعو لپاره رامنځته شوي دي.
هغه د ۸۵۷ افغان بندیانو د خلاصون په برخه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د هلو ځلو او همکاریو قدردانی وکړه او په ایران کښې د افغان اتباعو د پاتې دوسیو د څیړلو او افغانستان ته د هغوی د راجع کولو د بهیر د دوام غوښتنه یې وکړه.
مولوي شمس الدین پهلوان دغه راز اعلان وکړ چې د افغانستان حکومت به ډیر ژر په افغانستان کې د بندیانو نوملړ بشپړ کړي او د ایران د اسلامي جمهوریت قضايي چارواکو ته به د دغو کسانو د سپارلو بهیر پیل کړي.
د اسلامي امارت لوی څارنوال د ایران او افغانستان د اړیکو او مشترکاتو پراخوالي ته په اشارې سره وویل، د افغانستان حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت غوښتنې او هیلې په دقت سره تعقیبوي او د هغو د حل لپاره بې تفاوته نه دي.
په دغه کتنه کښې په کابل کښې د ایران د سفارت مرستیال هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د قضائیه مسائلو د هواری لپاره هیله څرګنده کړه او څرګنده یې کړه: د تهران لپاره یو له مهمو مسائلو څخه په افغانستان کښې د ایرانی بندیانو د مسائلو تعقیب دی. په دې برخه کې په تیرو وختونو کې ګډوډي وه او هیله لرو چې په اوسنیو حالاتو کې او په ډیر لنډ ممکن وخت کې د دغو خلکو ستونزې حل شي او ایران ته د ستنیدو لپاره چمتو شي.
کابو دوه میاشتې مخکې د افغانستان د لوی څارنوالۍ دفتر د مولوي شمس الدین پهلوان په مشرۍ ایران ته ولاړ او د تهران او کابل چارواکو ترمنځ د خبرو اترو په دغه پړاو کې ۸۵۷ تنه افغان بندیان د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شول.
په کابل کې د ایران سفارت د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا شپږ زره افغان بندیان د ایران په زندانونو کې په بند محکوم دي.