دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 269000
په بادغيس کې د يوې ترافيکي پېښې له امله تر لسو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي وايي، دغه پېښه تېره شپه (ثور ۵ ) د بالامرغاب ولسوالۍ په "بند منګان" سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
د بادغیس ولایت د امنیې قومندانۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه پیښه کې د هرات - فاریاب په لویه لار یو لینډ کروزر موټر چپه شوی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. ټپيان د درملنې په موخه د بالامرغاب ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته وړل شوي دي.
 
په بادغیس کې د اسلامي امارت امنیه قومندانۍ ویلي چې دغه موټر له هرات ولایت څخه فاریاب ته روان و چې د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله چپه شو.
 
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو پېښې زياتې شوې دي.
 
په ننګرهار، بامیان، زابل، کندهار، دایکندي، فاریاب او نورو ولایتونو کې د اختر په ورځو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
 
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، تېز سرعت او د موټر چلولو د اصولو نه مراعت په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdccxoqix2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته