دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 269111
مرکزي بانک به سبا ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کوي
د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی، چې سبا یکشنبه د ثور په لسمه به دغه ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري. دې بانک د تبادلې وړ شرکتونو څخه وغوښتل چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد مرکزي بانک په یو لړ ټویټونو کې اعلان کړی، چې سبا یکشنبه به ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کوي.
 
په اعلاميه کې دغه بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پيسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د ليلام ګټونکي مکلف دي چې د ليلام د ورځې تر پايه خپل حسابونه تصفيه کړي.
 
په اعلامیه کې راغلي: "د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملو جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل پور د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل په نغدو پیسو د افغانستان بانک ته وسپاري."
 
په ورته وخت کې د هېواد مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ثابت ساتلو په موخه کله ناکله ډالر په اونۍ کې له درې څخه تر څلور ځله بازار ته وړاندې کوي.
 
https://avapress.com/vdcfy1d0yw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته