دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 270398
په بادغیس کې د تذکرو له وېش څخه شاوخوا لس میلیونه افغانۍ ترلاسه شوې
په ۱۴۰۱ کال کې د بادغیس ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست له ۱۱۰۰۰ څخه د زیاتو الکترونیکي تذکرو او له ۵۲۰۰۰ څخه د زیاتو کاغذي تذکرو له وېش څخه څه باندې ۹ میلیونه ۷۳۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن یکشنبه د ثور په ۳۱مه، د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې په خپل ټویټر کې لیکلي چې د بادغیس د احصایې او اطلاعاتو ریاست تېر کال څه باندې ۱۱ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.
 
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ټولیز ډول یې د څه باندې ۱۱ زره الکترونیکي تذکرو او ۵۲ زره کاغذي تذکرو له وېش څخه ۹ میلیونه او ۷۳۰ زره افغانۍ راټولې کړې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د پکتيکا ولايت د احصايې او اطلاعاتو رياست چارواکي هم ويلي وو، چې تېر کال يې د برېښنايي او کاغذي تذکرو د وېش له لارې څه باندې ١٥ ميليونه افغانۍ راټولې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdceo78wvjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته