دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 270823
د هېواد له لوېديځې سيمې څخه د حاجيانو لومړۍ ډله مدينې منورې ته روانه شوه
نن یکشنبه (جوزا ۷) د هېواد له لوېدیځو سیمو څخه د حاجیانو لومړۍ ډله د هرات له خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر څخه په لومړۍ الوتنه کې مدینې منورې ته روانه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي نجیب الله کړوخي وايي چې په دغه الوتکه کې له لویدیځ زون څخه ۳۴۶ حاجیان مدینې ته روان شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د حج په ترسره کولو سره حاجيان د اسلام له پنځو ارکانو څخه يو رکن بشپړوي، چې دا د يو مسلمان لپاره ستره خوشحالي او نېکمرغي ګڼل کېږي.
 
له بلې خوا د هرات ولايت د مقام د دفتر رييس ملا محمد طيب نجات له حاجيانو وغوښتل چې د حج د مراسمو پر مهال د اسلامي نظام د بقا او د افغانستان د مصيبت ځپلو خلکو لپاره دعا وکړي.
 
ویل کېږي چې سږ کال د هېواد له لوېدیځو سیمو څه باندې پنځه زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
 
https://avapress.com/vdchivnix23nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته