افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس محمد کامګار
افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې دغه سېلابونه تېره شپه (جوزا ٢١) د زېباک، اشکاشم، شغنان، نسي، شيکي او کوف اب ولسواليو کې خلکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي او د پلونو، پلچکونو، د بریښنا د کوچنیو بندونو په ګډون عامه تاسیسات ویجاړ شوي او د سرحدي ولسوالیو مواصلاتي لارې بندې شوې دي.
د هغه په وينا، په دغو سېلابونو کې د نسي ولسوالۍ په منځني کلي کې د دوو مېرمنو په ګډون درې تنه ټپيان شوي او د يوه تن روغتيايي حالت نازک دى.
کامګار وويل، چې په يادو ولسواليو کې نږدې شل د استوګنې کورونه په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او د نږدې ٤٠٠ خلکو څاروي هم له منځه تللي دي.
هغه زياته کړه، د مرخخ عامه پول چې د شغنان او اشکاشم ولسواليو تر منځ موقعيت لري او سرحدي ولسوالۍ له فيض آباد او سل سره نښلوي، ويجاړ شوى دى.
کامګار د دغو ولسواليو له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د بېړنۍ غونډې د جوړولو خبر ورکړ او ويې ويل، چې د مرستو د رسولو په برخه کې د همغږۍ هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د بدخشان ترڅنګ يو شمېر شمالي ولايتونه او د باميانو ځينې برخې هم د بارانونو شاهدې وې او په هغو کې د سېلابونو د رامنځته کېدو راپورونه هم خپاره شوي وو.