دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 271746
په بادغیس کې له څه باندې درې زره کورنیو سره نغدي او خوراکي مرستې وشوې
په بادغیس ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په دغه ولایت کې له طبیعي پیښو ځپلو څه باندې درې زره اړمنو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکي ویشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د اسلامی امارت د طبیعی پیښو سره د مبارزې ریاست په بادغیس ولایت کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) له خوا د وچکالۍ ځپلو ۴۱۴ کورنیو سره د ۲۷ میلونه ۴۴۲ زره او ۹۰۰ افغانیو د ویش خبر ورکړ.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، دغه مرستې په څلورو برخو وېشل شوې دي.
 
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په لومړۍ کټګورۍ کې ۲۷ کورنۍ و هرې کورنۍ ته ۵۱ زره افغانۍ، په دویمه کټګورۍ کې ۵۳ کورنۍ و هرې کورنۍ ته ۴۲ زره ۵۰۰ افغانۍ، په درېیمه کټګورۍ کې ۳۵ کورنۍ و هرې کورنۍ ته ۲۶ زره افغانۍ او په څلورمه کټګورۍ کې ۲۹۹ کورنیو ته ۷۶ زره او ۶۰۰ افغانۍ نغدي وویشل شوې.
 
ويل کيږي چې دغه مرستې د بادغيس ولايت په مرکز قادس، ابکمري او په ولسواليو کې له وچکالۍ ځپلو ٤١٤ کورنيو سره وويشل شوې دي.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست هم نن چهارشنبه د جوزا ۲۴ مه د دې ولایت په تګاب عالم ولسوالۍ کې پر ۲۸۶۶ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د ویش خبر ورکړی دی.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، شيدې او د ماشومانو لپاره خوراکي توکي شامل وو.
 
مرسته کوونکو د دغو مرستو هرکلى وکړ او له مرستندويه ادارو څخه يې د دغه ولايت له اوسېدونکو سره د مرستو په برخه کې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcc0sqie2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته