دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 272324
تېر کال په میدان وردګ کې د تذکرو له وېش څخه څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ راټولې شوې
د میدان وردګ ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، تېر کال د ۲۱ زره برېښنايي پېژندپاڼو او ۶۱ زره کاغذي پېژندپاڼو له وېش څخه څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ادارې د یکشنبې په ورځ (سرطان ۴) په خپله ټویټر پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د روان کال په اوږدو کې په میدان وردګ ولایت کې د ۲۱ زره الکترونیکي تذکري ویښلي دي.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په تېر يوه کال کې په ميدان وردګو ولايت کې د ٨٢ زره برېښنايي او کاغذي تذکرو له وېش څخه ١١٤٦١زره افغانۍ ترلاسه شوې دي.
 
د دې ادارې چارواکو زیاته کړې، چې دغه پیسې دولتي خزانې ته جمع شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د بادغیس ولایت د احصایې او اطلاعاتو ادارې هم ویلي وو، چې په ۱۴۰۱ کال کې یې له ۱۱۰۰۰ څخه د زیاتو الکترونیکي تذکرو او له ۵۲۰۰۰ څخه د زیاتو کاغذي تذکرو له وېش څخه څه باندې ۹۷۳۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ د تېر حکومت په وروستيو کې پيل شوې او تر اوسه په ټول هېواد کې ميليونونه کسان دغه ډول پېژندپاڼې لري.
 
https://avapress.com/vdcf00d0jw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته