افغان غږ خبری آژانس - کابل: د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه هیواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره د دغه وزارت د مرستیالې د کتنې خبر ورکړی دی.
په خبر کې راغلي دي: "دواړو لورو د پرمختګ په برخو کې په ځانګړې توګه د روغتیا، پوهنې او د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وکړې."
دغه وزارت زیاته کړه چې په دې کتنه کې د افغانستان په وروستیو پرمختګونو هم خبرې وشوې.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ایټالیا، استرالیا، هالنډ، جنوبي کوریا او کاناډا له سفیرانو سره په کتنه کې په کابل کې د خپلو سفارتونو د پرانستلو غوښتنه وکړه.
د اسلامي امارت دبهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان مطیع په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي له څو ورځو راهیسې په دوحه کې د غربي هیوادونو له استازو سره لیده کاته او خبرې اترې کوي.