دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 274208
د دفاع وزیر: دین ته خدمت کول د مجاهدینو هدف دی
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد پکتیا ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو له افسرانو او کارکوونکو سره وکتل او ویې ویل چې د اسلام دین ته خدمت کول د مجاهدینو له هدفونو څخه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع سرپرست وزیر د قول اردوګانو او نورو قطعاتو له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې اوس د دې وخت دی چې دین ته خدمت په خپل ژوند کې بېلګه کړو.
 
ښاغلي مجاهد وویل: د اسلامي نظام او خلکو خدمت ستاسو له ایډیالونو څخه وو، مجاهدین او اوس د دې وخت را رسېدلی چې دغه دنده په خپل ژوند کې د مثال په توګه وټاکئ.
 
دغه راز د ملي دفاع سرپرست وزير د دغه سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له نورو چارواکو سره هم کتلي دي.
https://avapress.com/vdciu5arvt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته